Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 17:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 17:1
41 Iomraidhean Croise  

کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“


بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو،


نو څۀ موده وروستو، د اوچ کالۍ په درېم کال، د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”لاړ شه او د اخى‌اب بادشاه په مخکښې حاضر شه، نو زۀ به په زمکه باران راولېږم.“


زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.


الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى ربُ الافواج په نوم لوظ کوم د کوم چې زۀ خِدمت کوم چې زۀ به خپل ځان نن بادشاه ته پېش کړم.“


خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“


کله چې تۀ باران ايسار کړې ځکه چې ستا خلقو به ستا خِلاف ګناه کړې وى او بيا چې کله هغوئ توبه وباسى او مخ دې کور ته کړى، ځکه چې تا سزا ورکړې وه،


خو د مالِک خُدائ يوې فرښتې الياس ته حُکم وکړو، چې هغه د تِشبى پېغمبر وو، چې دے لاړ شى او د سامريه اخزياه بادشاه پېغام وړونکو سره مِلاو شى او تپوس ترې نه وکړى چې، ”تاسو د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره مشورې له ولې روان يئ؟ ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟


اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى ربُ الافواج په نوم قسم کوم د چا چې زۀ خِدمت کوم، کۀ ما ستاسو د ملګرى د يهوداه بادشاه يهوسفط عزت نۀ کولے نو ما به ستاسو دپاره هيڅ هم نۀ وُو کړى.


کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروا تياره کړه.


اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ يې خِدمت کوم چې زۀ به يوه تُحفه هم نۀ قبلوم.“ نو نعمان بيا بيا ورته وئيل چې دا قبوله کړه، خو هغۀ نۀ اخستله.


چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“


الياس پېغمبر يهورام له يو خط ولېږلو، چې په هغې کښې ليکلى شوى وُو، ”مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک تا رد کوى، ځکه چې تا د خپل پلار يهوسفط بادشاه او د خپل نيکۀ آسا په نقش قدم مزل نۀ دے کړے.


کله چې په دې وجه د آسمان نه باران ايسار شى چې ستا خلقو ګناه کړې وى او کله چې هغوئ په عاجزۍ سره دې کور ته مخ کړى او توبه وباسى


کۀ هغه باران ايسار کړى، نو زمکه به اوچه شى، کۀ هغه اوبۀ راپرېږدى، نو اوبۀ به زمکه تباه کړى.


ګېرچاپېره نظر وګرځوه او وګوره. ستا خلق راغونډيږى او هغوئ کورونو ته راروان دى. مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى، هغوئ به تا ته داسې راغونډ شى لکه څنګه چې په ناوې کالى امبار وى.


زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.


آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.


نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بې‌مطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.


زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.


نو ځکه ستاسو په وجه، آسمانونو پرخه ورول او زمکې فصل کول بند کړل.


نو کۀ تاسو غواړئ چې هغه ومنئ نو هغه په خپله الياس دے څوک چې راتلونکے دے.


هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، څۀ دې الياس ګڼى، او څۀ نور دې اوس هم يرمياه يا د نبيانو نه يو ګڼى.“


ځينې ولاړو خلقو چې دا واورېدل نو وې وئيل چې، ”وګورئ دے اوس الياس ته نعرې وهى.“


خو نورو ووئيل چې، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“


ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.


هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“


فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.


خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“


نو ناګهانه هغوئ دوه سړى وليدل چې موسىٰ او الياس وُو، چې د هغۀ سره يې خبرې کولې.


او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل.


هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“


نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“


د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“


ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله


خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو،


په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.


الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو.


هغوئ سره به دا اختيار وى چې آسمان بند کړى چې د دوئ د پېشګويۍ په دور کښې به بيا باران ونۀ شى، او په اوبو د دوئ دا اختيار هم شته چې وينې ترې جوړې کړى او چې څومره غواړى دومره افتونه په زمکه راولى.


بيا اِفتاح د جِلعاد ټول سړى راغونډ کړل، د اِفرائيم د سړو سره يې جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو ځکه چې د اِفرائيم خلقو وئيلى وُو چې، ”تاسو جِلعاديان تش د اِفرائيم او منسى مفروران يئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan