Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 16:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 16:7
15 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ په اِسرائيل باندې يو بادشاه مقرروى چې هغه به د يربعام د خاندان بادشاهى ختمه کړى او دا به هم اوس اوس وشى.


د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په شپږويشتم کال، د بعشا زوئ ايله د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې په تِرضاه باندې بادشاهى وکړه.


د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“


په هغه وخت کښې حنانى پېغمبر آسا بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په ځائ تا د شام په بادشاه بهروسه وکړه، نو په دې وجه د شام د بادشاه لښکر ستا نه خلاص شوے دے.


خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى، چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.


د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى.


نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم.


دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan