Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 16:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو د دې نه پس اِسرائيليان په دوو ډلو کښې تقسيم شول، نيمو کسانو وئيل چې د جينت زوئ تِبنى بادشاه جوړوُو او نيم د عُمرى په حق کښې وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 16:21
12 Iomraidhean Croise  

د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په دوېم کال کښې، د يربعام بادشاه زوئ ندب د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه.


د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال داسې وشول. او بعشا د ندب نه پس د اِسرائيل بادشاه شو.


زِمرى چې نور څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د بغاوت د منصوبې جوړولو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


خو د عُمرى قبيلې وګټله او د جينت زوئ تِبنى په ډله باندې بريالى شول. تِبنى ووژلے شو او عُمرى بادشاه شو.


د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال، د عُمرى زوئ اخى‌اب د اِسرائيل بادشاه شو، هغۀ په سامريه کښې دوويشت کاله بادشاهى وکړه.


د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په شپږويشتم کال، د بعشا زوئ ايله د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې په تِرضاه باندې بادشاهى وکړه.


هرکله چې يو مُلک باغى وى، نو د هغه مُلک ډېر حاکمان وى، خو پوهه او هوښيار انسان د مُلک نظام برقرار ساتى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.


عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څۀ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بې‌اتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan