18 کله چې زِمرى وليدل چې ښار قبضه شوے دے، نو هغه د محل دنننۍ قلعې ته لاړو، په محل يې اور بل کړو او هغه د اور په لمبو کښې مړ شو.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.
نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.
عُمرے او د هغۀ فوجيان د جبتون نه لاړل او تِرضاه يې محاصره کړو.
د فقحياه د فوج يو آفسر د رملياه زوئ فقح د جِلعاد د پنځوسو سړو سره منصوبه جوړه کړه او په سامريه کښې د محل دنننۍ قلعه کښې يې فقحياه ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه جوړ شو.
څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زِمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“