11 څنګه چې زمرے د هغۀ په تخت کښېناستو، نو هغۀ د بعشا د خاندان ټول کسان ووژل. د هغۀ ټول نران رشتهدار او نران دوستان يې ووژل.
نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.
څنګه چې هغه بادشاه شو نو هغۀ د يربعام د خاندان کسان ووژل. هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه فرمائيلى وُو، د يربعام مکمل خاندان ووژلے شو، يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
زِمرى کور ته ورننوتلو، ايله يې ووژلو او د هغۀ په تخت کښېناستو. د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال داسې وشول.
نو زۀ به تا او ستا خاندان تباه کړم، لکه څنګه چې ما يربعام او د هغۀ خاندان تباه کړے وو.
ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده.
زۀ به د هغۀ د خاندان سره هم هغه شان سلوک وکړم لکه څنګه سلوک مې چې د اِسرائيل د بادشاهانو د نباط زوئ يربعام او د اخياه زوئ بعشا سره کړے وو.
په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.
ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.
خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“
مالِک خُدائ زۀ تا ته د نقصان رسولو نه ساتلے يم. خو زۀ د بنى اِسرائيلو په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم کۀ تۀ ما سره مِلاوېدو له زر زر نۀ وې راغلې، نو د سحر پورې به د نابال ټول سړى مړۀ شوى وُو.“