10 زِمرى کور ته ورننوتلو، ايله يې ووژلو او د هغۀ په تخت کښېناستو. د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال داسې وشول.
د يساکار قبيلې د اخياه زوئ بعشا د ندب خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، په دې وخت کښې ندب او د هغۀ لښکر د فلستيه په مُلک کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو.
څنګه چې زمرے د هغۀ په تخت کښېناستو، نو هغۀ د بعشا د خاندان ټول کسان ووژل. د هغۀ ټول نران رشتهدار او نران دوستان يې ووژل.
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال، زِمرى په تِرضاه کښې اووۀ ورځې په اِسرائيل بادشاهى وکړه. د اِسرائيل فوجيانو په فلستيه کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو،
د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.
د يبيس زوئ سلوم د زکرياه بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او د خلقو په مخکښې يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زِمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“