1 بيا د مالِک خُدائ کلام د حنانى په زوئ ياهُو پېغمبر نازل شو او د بعشا دپاره يې دا پېغام ورکړو،
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال د اخياه زوئ بعشا د ټول اِسرائيل بادشاه شو او څليريشت کاله يې په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه.
د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.
د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“
د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده.
نور هر څۀ چې يهوسفط کړى دى، د هغۀ د بادشاهۍ د شروع نه واخله تر آخره پورې، هر څۀ د حنانى زوئ ياهُو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى، کوم چې د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ يوه حِصه ده.
تۀ زرګونو خلقو سره مينه کوې، خو د مور پلار د ګناهونو په وجه تۀ د هغوئ بچو له سزا ورکوې. اے عظيم او طاقتور خُدايه، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے،