8 ابياه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو.
رحُبعام مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ مور نعمه وه. او د رحُبعام زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د اِسرائيلو د بادشاه د يربعام د بادشاهۍ په شلم کال آسا د يهوداه بادشاه شو،
نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.
دا د سليمان اولاد دے: سليمان، رحُبعام، ابياه، آسا، يهوسفط،
د دې ټولو زامنو نه علاوه د داؤد د وينځو زامن هم وُو. د هغۀ يوه لور تامار هم وه.
ابياه بادشاه مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو، هغه وطن لس کاله د آسا د بادشاهۍ لاندې په امن کښې وو.