12 هغۀ د مُلک د بُتانو د عبادت د ځايونو نه ټول نران او ښځې کنجرې وويستلې او هغه ټول بُتان يې لرې کړل چې د هغۀ پلار نيکۀ جوړ کړى وُو.
هغۀ د خپل پلار په شان هم هغه ګناهونه وکړل او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک وفادار نۀ وو، لکه څنګه چې د هغۀ نيکۀ داؤد وفادار وو.
هغۀ ډېر د بېشرمۍ ګناهونه وکړل چې د بُتانو عبادت يې وکړو، لکه څنګه چې اموريانو کړى وُو، کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه شړلى وُو چې بنى اِسرائيل مخ په وړاندې تلل.
هغۀ د مُلک نه هغه نران کنجران وشړل کومو چې د غېرو قومونو په قربانګاه باندې خِدمت کولو چې هغوئ د هغۀ د پلار آسا د وخت نه دا کار نۀ وو پرېښے.
د ادوم په مُلک کښې بادشاه نۀ وو، په دې باندې يو خليفه حکومت کولو کوم چې د يهوداه بادشاه مقرر کړے وو.
هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د اوسېدو هغه کوټې ورانې کړې چې د هغه کور نرانو کنجرانو نيولې وې، چرته چې ښځو د اشيرې بُت دپاره چُوغې جوړولې.
اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅکله د عبادتخانې کنجران نۀ جوړيږى.
نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،
دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.