Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 14:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 لاړه شه او يربعام ته ووايه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغۀ ته فرمائى چې ما ستا درجه د نورو خلقو نه اوچته کړه او زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 14:7
11 Iomraidhean Croise  

يربعام يو تکړه زلمے وو او کله چې سليمان ته پته ولګېده چې هغه څومره محنتى دے، نو هغه يې د منسى او اِفرائيم قبيلو په علاقه کښې د هغه مزدورانو مشر جوړ کړو.


زۀ به د سليمان د زوئ نه بادشاهى واخلم او لس قبيلې به درته حواله کړم،


يربعامه، زۀ به تا د اِسرائيل بادشاه جوړ کړم او تۀ به په هغه ټوله علاقه بادشاهى کوې چې ستا زړۀ يې غواړى.


”په خپلو وروڼو يعنې اِسرائيل باندې حمله مۀ کوئ. ټول کور ته لاړ شئ ځکه چې څۀ وشول نو هغه ما کړى دى.“ هغوئ ټولو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او واپس کورونو ته لاړل.


د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.


خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے.


”ما د خاورو نه اوچت کړې او د اِسرائيليانو مشر مې جوړ کړې. خو د يربعام په شان تا هم ګناه کړې ده او زما خلق دې د ګناه طرف ته بوتلى دى. د هغوئ ګناهونو زما غصه راپارولې ده،


ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى.


سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan