Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 14:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 14:6
25 Iomraidhean Croise  

يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم.


مالِک خُدائ اخياه ته فرمائيلى وُو چې د يربعام ښځه د خپل بيمار زوئ په حقله تپوس کولو له راروانه ده. او مالِک خُدائ اخياه ته وفرمائيل چې څۀ به وائې. کله چې د يربعام ښځه راورسېده، نو هغې داسې ښکاره کړل چې هغه ګنې بل څوک ده.


لاړه شه او يربعام ته ووايه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغۀ ته فرمائى چې ما ستا درجه د نورو خلقو نه اوچته کړه او زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.


بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“


اخى‌اب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“


هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى.


مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بې‌نتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو دا به ډېره ښۀ وه.“


او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.


سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“


سموئيل جواب ورکړو، ”زۀ به تا سره واپس نۀ ځم. تا د مالِک خُدائ حُکم نامنظوره کړے دے او تۀ هغۀ په بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه نامنظوره کړے يې.“


تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده ځکه چې تا عماليقيان او د هغوئ هر څۀ تباه نۀ کړل. نو نن دا ځکه مالِک خُدائ تا سره داسې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan