Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 14:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 مالِک خُدائ اخياه ته فرمائيلى وُو چې د يربعام ښځه د خپل بيمار زوئ په حقله تپوس کولو له راروانه ده. او مالِک خُدائ اخياه ته وفرمائيل چې څۀ به وائې. کله چې د يربعام ښځه راورسېده، نو هغې داسې ښکاره کړل چې هغه ګنې بل څوک ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 14:5
8 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.


خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے.


خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan