Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 14:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو هغه په سيلا کښې د اخياه کور ته لاړه. د ډېر عُمر په وجه اخياه ړوند شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 14:4
12 Iomraidhean Croise  

چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“


د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل.


يوه ورځ کله چې يربعام د يروشلم نه سفر کولو نو په لاره باندې اخياه پېغمبر ورسره مِلاو شو، اخياه د سيلا وو. او په مېدان کښې د هغوئ نه بغېر نور هيڅ څوک هم نۀ وُو، اخياه نوې چُوغه اغوستې وه.


يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم.


زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.


د هغې نه مخکښې چې ستا د کور څوکيداران په ريږدېدو شى، او ستا طاقتور سړى راکونټى شى، او ستا د مېچنې کولو والا ښځې کار پرېږدى ولې چې هغوئ لږې دى، او هغه زنانه چې د کړکو نه ګورې د هغوئ نظر کم دے.


موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.


کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.


يوه شپه عيلى چې اوس د هغۀ نظر ډېر کمزورے شوے وو په خپله کوټه کښې ملاست وو.


عيلى اوس د دوه کم سلو کالو وو او بېخى ړوند وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan