Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغۀ له لس غټې او څۀ نرۍ روټۍ او يو منګے شات ورکړه. د هغۀ نه تپوس وکړه چې په هلک باندې به څۀ چل کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 14:3
11 Iomraidhean Croise  

بيا بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ راسره وخوره. تا چې څۀ کړى دى نو زۀ به د هغې اِنعام درکړم.“


په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعل‌زبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه.


يو بل ځل، د بعل‌سليسه نه يو سړے راغلو، اليشع له يې شل روټۍ راوړې چې په هغه کال د اوربشو د اول فصل نه تيارې شوې وې او څۀ تازه وَږى يې هم راوړل. اليشع خپل نوکر ته وفرمائيل چې، ”د پېغمبرانو قبيلې له دا خوراک ورکړه،“


نو هغه د ټولو سړو سره اليشع ته راواپس شو او وې وئيل، ”ګوره، ما ته پته ده چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نو صاحِبه، زما نه تُحفه قبوله کړه.“


بادشاه ورته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه له لاړ شه او دا خط هغۀ له يوسه.“ نو نعمان روان شو او د سپينو زرو دېرش زره سيکې، شپږ زره د سرو زرو سيکې او لس جوړه ښې جامې يې يوړې.


يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.


نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan