2 يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم.
نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.
په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو.
نو هغه په سيلا کښې د اخياه کور ته لاړه. د ډېر عُمر په وجه اخياه ړوند شوے وو.
پېغمبر خپل مخ په پټۍ باندې وتړلو، چې خپل شکل بدل کړى او لاړو او د سړک په غاړه ودرېدو او د اِسرائيل د بادشاه د تېرېدو اِنتظار يې کولو.
اخىاب يهوسفط ته ووئيل، ”څنګه چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل ځان بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه په بدل لِباس کښې جنګ له لاړو.
اخىاب يهوسفط ته ووئيل، ”کله چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل شکل بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه جنګ له لاړو او خپل شکل يې بدل کړے وو.
په علاقائى عبادتخانو کښې، په غرونو، او د سورى د هرې ونې لاندې به احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبويۍ يې سوزولې.
داسې يو پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.
کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.
نو ساؤل خپل ځان بدل کړو، هغۀ د شاهى جامو په ځائ عامې جامې واغوستلې او د تيارې نه پس هغه د خپلو دوو سړو سره هغه ښځې له مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته ووئيل، ”زما دپاره د روحونو سره مشوره وکړه او ما ته ووايه چې څۀ کيږى. د هغه سړى روح راوغواړه چې زۀ يې نوم اخلم.“