اول بادشاهان 14:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى. Faic an caibideil |
او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.