5 نو قربانګاه سمدستى ټوټې ټوټې شوه او ايرې په زمکه ورغورزېدې، لکه څنګه چې هغه پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم پېشګوئې کړې وه.
او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربانګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“
کله چې يربعام بادشاه دا واورېدل نو هغۀ ورته اِشاره وکړه او حُکم يې ورکړو، ”دا سړے ونيسئ.“ نو د بادشاه لاس سمدستى شل شو او واپس يې راغونډ نۀ کړے شو.
يربعام بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک ته زما دپاره دُعا وکړه او هغۀ ته سوال وکړه چې زما لاس روغ کړى.“ نو پېغمبر مالِک خُدائ ته سوال وکړو او د بادشاه لاس روغ شو.
مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول.
ميکاياه وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راشې، نو مالِک خُدائ به زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ څۀ وايم نو دا به ياد ساتئ.“
جنګ ټوله ورځ سخت وو، او اخىاب بادشاه په خپله جنګى ګاډۍ کښې ايسار وو، تکيه يې وهلې وه او شاميانو ته يې مخ وو. د هغۀ د زخم نه وينه بهېدله او وينې د جنګى ګاډۍ تخت پټ کړو او په ماښام کښې هغه مړ شو.
په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيتايل قربانګاه تباه کړم. د هرې قربانګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى.
نو بيا هغوئ بهر ووتل او هر چرته يې کلام بيانولو، او مالِک د هغوئ سره کار کولو او د هغه معجزو په وسيله کومې چې هغۀ ښودلې کلام صحيح ثابتولو.
کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.