Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 13:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 13:34
17 Iomraidhean Croise  

هغۀ د خپل ځان سره ووئيل، ”اوس خبره داسې ده، کۀ زما خلق يروشلم ته لاړ شى او هلته د مالِک خُدائ په کور کښې نذرانې پېش کړى نو هغوئ به خپله وفادارى د يهوداه بادشاه رحُبعام ته بدله کړى او ما به ووژنى.“


نو داسې خلقو ګناه وکړه، ځکه چې هغوئ د عبادت دپاره بيت‌ايل او دان ته لاړل.


په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو.


نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.


ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به هغه وخورى او چې څوک په مېدان کښې مړ شى نو مارغان به هغه وخورى. ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“


مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“


لاړه شه او يربعام ته ووايه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغۀ ته فرمائى چې ما ستا درجه د نورو خلقو نه اوچته کړه او زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.


د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په دوېم کال کښې، د يربعام بادشاه زوئ ندب د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه.


لکه څنګه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه نو هغۀ هم وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.


ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده.


خو هغۀ د يربعام بادشاه ګناه بنده نۀ کړه، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو چې هغوئ د سرو زرو د هغه سخى عبادت وکړو چې هغۀ په بيت‌ايل او دان کښې لګولے وو.


خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.


کله چې مالِک خُدائ اِسرائيل د يهوداه نه جدا کړو، نو اِسرائيل د نباط زوئ يربعام خپل بادشاه جوړ کړو. يربعام په هغوئ باندې مالِک خُدائ پرېښودو او په هغوئ باندې يې کبيره ګناه وکړه.


صداقت د نېکو خلقو لارې ساتى، خو شرارت بدعمله تباه کوى.


نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“


د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربان‌ګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan