3 او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربانګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“
کله چې يربعام بادشاه دا واورېدل نو هغۀ ورته اِشاره وکړه او حُکم يې ورکړو، ”دا سړے ونيسئ.“ نو د بادشاه لاس سمدستى شل شو او واپس يې راغونډ نۀ کړے شو.
حزقياه بادشاه تپوس وکړو، ”د دې ثبوت نښه به څۀ وى چې مالِک خُدائ به ما روغ کړى او په درېمه ورځ به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“
بيا موسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره، کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى او زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“
نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارون خپله امسا د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو.
او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“
مالِک خُدائ فرمائى چې، دا به تاسو دپاره نښه وى چې زۀ په دې ځائ کښې تاسو ته سزا درکړم، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما ستاسو خلاف صرف خبرې نۀ دى کړې بلکې ضرور به سزا هم درکوم.
بيا يهوديانو عيسىٰ ورټلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ مونږ ته داسې څۀ معجزه ښودلے شې چې تۀ دا ثابت کړې چې دا اختيار تا سره شته؟“
ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى.
جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.
کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.