25 څۀ سړى هلته تېرېدل او په سړک باندې يې لاش وليدو چې زمرے ورسره نزدې ولاړ وو. هغوئ بيتايل ته لاړل او چې څۀ يې ليدلى وُو په هغې باندې يې خلق خبر کړل.
په هغه وخت کښې يو بوډا پېغمبر چې په بيتايل کښې اوسېدو، د هغۀ زامن راغلل او هغۀ ته يې هغه څۀ ووئيل چې د يهوداه پېغمبر په هغه ورځ په بيتايل کښې څۀ کړى وُو او څۀ يې يربعام بادشاه ته فرمائيلى وُو.
کله چې بوډا پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه پېغمبر دے چې د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې ده. نو دا ځکه مالِک خُدائ زمرے ورولېږلو چې حمله پرې وکړى او مړ يې کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.“