22 خو تۀ واپس راغلې او په هغه ځائ کښې دې روټۍ وخوړه او اوبۀ دې وڅښلې چې هغۀ تا ته فرمائيلى وُو چې هلته به خوراک څښاک نۀ کوې. نو په دې وجه تۀ به د پلار نيکۀ په اديره کښې نۀ شې ښخولے.“
او هغۀ د يهوداه پېغمبر ته چغه کړه، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده او چې هغۀ څۀ حُکم درکړے وو هغه شان دې ونۀ کړل.
کله چې هغوئ خوراک ختم کړو، نو هغه بوډا پېغمبر د يهوداه پېغمبر دپاره خر کته کړو،
هغه يې د خپل خاندان په قبر کښې ښخ کړو او هغه او د هغۀ زامنو په هغۀ باندې غمژن وُو او وئيل يې چې، ”اے زما وروره ډېر افسوس دے.“
ټول بنى اِسرائيليان به په هغۀ ماتم وکړى او ښخ به يې کړى. صِرف دے به د يربعام د خاندان هغه کس وى چې په صحيح طريقه کفن دفن شوے وى، ځکه چې صِرف د هغۀ نه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک رضا دے.
تر درې نيمو ورځو پورې به خلق، د هرې قبيلې، د هرې ژبې او د هر قوم نه د دوئ لاشونو ته ګورى او د دوئ د لاشونو د ښخولو اجازت به ورنۀ کړى.