Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 13:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د يهوداه په پېغمبر پسې په هغه سړک روان وو او هغه يې وموندو چې د څېړۍ د ونې لاندې ناست وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د يهوداه پېغمبر يې څۀ؟“ هغه سړى جواب ورکړو، ”آو، زۀ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 13:14
9 Iomraidhean Croise  

ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)


او هغۀ هغوئ ته ووئيل چې زما دپاره خپل خر کته کړئ. نو هغوئ ورله خر کته کړو او هغه ورباندې سور شو.


نو بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ وخوره.“


الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.


هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو.


د سخت محنت او د زيات مشقت په وجه څو څو شپې شوګيره شوے يم. څو څو ځله په لوږو او تندو نارنهور ګرځېدلے يم، څو څو ځله د جامو د کمى په وجه د يخنۍ نه کوکله شوے يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan