Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 13:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د مالِک خُدائ په حُکم باندې د يهوداه قبيلې نه د خُدائ پاک يو سړے بيت‌ايل ته لاړو او هلته په هغه وخت ورسېدو چې يربعام نذرانې پېش کولو دپاره د قربان‌ګاه سره ولاړ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 13:1
23 Iomraidhean Croise  

خو خُدائ پاک سمعياه پېغمبر ته وفرمائيل


کله چې بوډا پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه پېغمبر دے چې د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې ده. نو دا ځکه مالِک خُدائ زمرے ورولېږلو چې حمله پرې وکړى او مړ يې کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.“


نو هغۀ چې د مالِک خُدائ په حُکم کومې خبرې په بيت‌ايل کښې د قربان‌ګاه خِلاف او د سامريه په ښارونو کښې د علاقائى عبادتخانې خِلاف کولې نو هغه به خامخا رښتيا شى.“


نو قربان‌ګاه سمدستى ټوټې ټوټې شوه او ايرې په زمکه ورغورزېدې، لکه څنګه چې هغه پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم پېشګوئې کړې وه.


مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې نۀ به څۀ خورې او نۀ څښې او چې په کومه لار راغلے يې په هغې به واپس هم نۀ ځې.“


د مالِک خُدائ په حُکم د پېغمبرانو د قبيلې يو کس خپل ملګرى پېغمبر ته وفرمائيل چې ما ووهه. خو هغۀ اِنکار وکړو،


يوسياه په بيت‌ايل کښې د عبادت هغه ځائ هم راوغورزولو چې د نباط زوئ يربعام بادشاه جوړ کړے وو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو. يوسياه قربان‌ګاه راوغورزوله، د دې کاڼى يې ټوټې ټوټې او خاورې کړل، هغۀ د اشيرې مجسمه هم وسوزوله.


هغۀ تپوس وکړو، ”دا د چا قبر دے؟“ د بيت‌ايل خلقو ورته ووئيل، ”دا د هغه پېغمبر قبر دے کوم چې د يهوداه نه راغلے وو او د دې پېشګوئې يې کړې وه چې تا د قربان‌ګاه سره وکړل.“


خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربان‌ګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.


دا دې دپاره چې د عُزياه مخه ونيسى. هغوئ ووئيل، ”عُزياه، تۀ دا حق نۀ لرې چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. صِرف د هارون د اولاد اِمامان د دې کار دپاره مخصوص دى. د دې مقدس ځائ نه ووځه ځکه چې تا ګناه کړې ده او مالِک خُدائ به نور ستا عزت نۀ کوى.“


د سليمان د اول نه واخله تر آخره پورې باقى پاتې تاريخ د ناتن پېغمبر په تاريخ کښې، د سيلا د اخياه په پېشګويۍ کښې او د عدو پېغمبر په پېشګويۍ کښې ليکلے شوى دى، چې هغه د يربعام زوئ د نباط په حقله هم خبرې کوى.


نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.


”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.


او د دېوال نه اخوا بابليان به راشى او په دې ښار به اور بل کړى. هغوئ به ټول کورونه وسوزوى، چرته چې خلقو زۀ په دې غصه کړم چې د کوټو په چتونو يې بعل ته خوشبويۍ وسوزولې او نورو معبودانو ته يې د څښلو نذرانې پېش کړې.


دلته په بيت‌ايل کښې نورې پېشګويانې مۀ کوه، ځکه چې بادشاهى محل او بادشاهى عبادتخانه دلته ده.“


نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلى‌عزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.


نو په دې وجه مونږ تاسو ته د مالِک د کلام په مطابق وايو مونږ څوک چې ژوندى يُو، او د مالِک تر راتلو پورې پاتې يُو، مونږ به د هغه چا نه وړاندې د مالِک سره مِلاو نۀ شُو هغه څوک چې مخکښې مړۀ شوى دى.


بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربان‌ګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربان‌ګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى.


عيلى ته د مالِک خُدائ نه د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ خاندان د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو.


نوکر ورته ووئيل، ”ګوره، په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کيږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan