8 خو هغۀ د مشرانو نصيحت رد کړو او هغه زلمو له لاړو کوم چې د هغۀ سره لوئ شوى وُو او اوس د هغۀ مشوره ورکوونکى وُو.
هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ نن د دې خلقو خِدمتګار جوړ شې او د هغوئ خِدمت وکړې او خوږې خبرې ورسره وکړې، نو هغوئ به تل ستا خِدمت کوونکى وى.“
هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې څۀ وکړُو. مونږ هغه خلقو ته څۀ ووايو چې ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم چې زما پلار ورباندې اېښى دى؟“
خو هغۀ د بوډاګانو سړو مشورې ته غوږ ونۀ نيولو او د هغې په ځائ دے زلمو له لاړو کوم چې ورسره لوئ شوى وُو او اوس هم ورسره وُو.
تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل،
دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه.
نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې.
د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.