6 رحُبعام بادشاه د هغه سپينږيرو مشرانو سره مشوره وکړه کوم چې د هغۀ د پلار سليمان مشوره ورکوونکى وُو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“
بيا ابىسلوم اخىتُفل ته وروګرځېدو او ورته يې ووئيل، ”تۀ مونږ له خپله مشوره راکړه چې مونږ څۀ وکړُو؟“
ابىسلوم ووئيل، ”اوس حوسى راوغواړه او چې هغه څۀ وائى نو هغۀ ته به غوږ ونيسو.“
ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.
سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه وو،
او دا کسان د هغۀ لوئ آفسران وُو، د صدوق زوئ عزرياه اِمام،
ولې حِکمت د سپينږيرو سره نۀ وى څۀ؟ ولې زيات عُمر سره پوهه نۀ راځى څۀ؟
ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.
خپل دوستان او د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورور کور ته مۀ ځه کله چې په تا څۀ مصيبت راشى. ستا نزدې ګاونډى د لرې ورور نه ښۀ دے.
نو عزرياه د هوسعياه زوئ او يوحانان د قريح زوئ او نورو ټولو کبرژنو خلقو يرمياه ته ووئيل چې، ”تۀ دروغ وائې، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ کله هم مِصر ته د تلو نه منع کړى نۀ يُو.