Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 12:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 کله چې رحُبعام يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين قبيلې نه يو لاک اتيا زره ښۀ فوجيان راغونډ کړل. هغۀ دا اراده وکړه چې د جنګ دپاره لاړ شى چې د اِسرائيل شمالى قبيلې په خپل قابو کښې بيا راولى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 12:21
8 Iomraidhean Croise  

سليمان به يوه قبيله زما د خِدمت کوونکى داؤد او د يروشلم په خاطر وساتى، دا هغه ښار دے چې د بنى اِسرائيل په ټول مُلک کښې ما خوښ کړے دے چې زما شى.


په دې ټوله موده کښې رحُبعام او يربعام د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو.


هغۀ داؤد بادشاه د دې نه خبر کړو او د هغه ټولو سړو شمېر دا وو چا چې جنګ کولے شو: په بنى اِسرائيلو کښې يوولس لاکه او په يهوداه کښې څلور لاکه او اويا زره.


آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“


د آسا بادشاه سره د يهوداه قبيلې د درې لاکو سړو يو لښکر وو، چې د هغوئ سره ډالونه او نېزې وې، د بنيامين قبيلې نه ورسره د دوو لاکو او اتيا زره سړو، چې ډالونه او نېزې ورسره وې. دا ټول تکړه جنګيالى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan