Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 12:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 12:16
32 Iomraidhean Croise  

يو پېغام وړونکے راغلو او داؤد ته يې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د ابى‌سلوم وفادار دى.“


نو داؤد ابيشى او خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل، ”زما خپل زوئ زما د وژلو کوشش کوى، تاسو په دې بنيامينى باندې ولې حېرانېږئ؟ مالِک خُدائ ورته فرمائيلى دى چې ما ته کنځلې وکړى، نو هغه پرېږدئ چې هم داسې کوى.


په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


او ورته يې وفرمائيل، ”تا قصداً ما سره خپل لوظ مات کړے دے او زما د حُکمونو نافرمانى دې کړې ده، نو زۀ به خامخا ستا نه بادشاهى اخلم او ستا يو نوکر له به يې ورکوم.


خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“


خو زۀ به د سليمان نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم او چې ترڅو ژوندے وى نو هغه به بادشاه ساتم. زۀ به داسې زما خِدمت کوونکى د داؤد د خاطره کوم، کوم چې ما خوښ کړے وو او هغۀ زما قانون او حُکمونه منلى وُو.


زۀ به د سليمان د زوئ نه بادشاهى واخلم او لس قبيلې به درته حواله کړم،


خو زۀ به د سليمان زوئ ته يوه قبيله پرېږدم، نو چې زما د خِدمت کوونکى داؤد د اولاد نه همېشه زما يو کس وى چې په يروشلم کښې بادشاهى کوى، هغه ښار چې ما خوښ کړے دے چې چرته به زما عبادت کيږى.


د سليمان د ګناه په وجه به زۀ د داؤد اولاد له سزا ورکوم، خو دا به د همېشه دپاره نۀ وى.“


ميکاياه ورته وفرمائيل، ”ما په خوب کښې د اِسرائيل لښکر په غرونو باندې داسې خور وکتلو لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو پرېږده چې هغوئ په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“


د نمرپرېواتو په وخت کښې د اِسرائيل په لښکر کښې چغې جوړې شوې چې، ”تباه شُو، هر سړے دې خپل ځان کور ته ورسى.“


کله چې خلقو ته پته ولګېده چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ چغه ووهله، ”داؤد او د هغۀ خاندان مرده باد. هغوئ زمونږ دپاره څۀ کړى دى؟ اے بنى اِسرائيلو، راځئ چې کورونو ته لاړ شُو. رحُبعام پرېږدئ چې د خپل ځان خيال وساتى.“ نو داسې بنى اِسرائيلو بغاوت وکړو،


دلته به زۀ د داؤد د فخر ښکر جوړ کړم، د خپل مقرر شوى کس دپاره به ډيوه بله کړم.


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.


نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.


کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.


نو بيا به هغه وخت زما لوظ زما د خِدمتګار داؤد سره او زما لوظ د ليويانو سره چې زما اِمامان دى او زما په حضور کښې خِدمت کوى به هم ماتېدے شى، نو بيا به د داؤد اولاد کښې نور څوک نۀ وى چې د هغۀ په تخت بادشاهى وکړى.


”اے بنى آدمه، يو امسا راواخله او په هغې وليکه چې دا د يهوداه او هغۀ سره ولاړې قبيلې دى. بيا يو بله امسا راواخله او په هغې دا وليکه چې، د اِفرائيم امسا، دا د يوسف او د ټولو بنى اِسرائيلو د شمالى قبيلو ده چې ورسره ولاړې دى.


کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى.


خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


پطروس هغۀ ته ووئيل، ”زۀ به تاسو هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زما پښې ووينځې.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ترڅو چې زۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مريد نۀ يې.“


جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ خاندان ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.


د عبيد زوئ جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابى‌مَلِک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے. او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاويږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د قبيلې بنياد اېښے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan