10 نو زلمو ورته ووئيل، ”څوک چې آسان ژوند غواړى نو هغوئ ته ووايه چې، زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه غټه ده.
هغوئ ته ووايه چې، زما پلار په تاسو درانۀ بوجونه اچولى دى، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو سم کړم.“
هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې څۀ وکړُو. مونږ هغه خلقو ته څۀ ووايو چې ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم چې زما پلار ورباندې اېښى دى؟“
هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.
لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى.
د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى.
زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.