1 بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى.
ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)
هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه شو.
د اِسرائيل بادشاه يربعام د اِفرائيم غرونو په مُلک شِکم کښې د پَخو دېوالونو ښار جوړ کړو. بيا هغه لاړو او د فنواېل ښار دپاره يې پاخۀ دېوالونه جوړ کړل.
کله چې رحُبعام بادشاه يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين د قبيلو نه يو سل او اتيا زره تکړه فوجيان راغونډ کړل. د هغۀ اراده دا وه چې جنګ له لاړ شى او د بنى اِسرائيلو په شمالى قبيلو باندې خپل اختيار بيا بحال کړى.
د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل، ”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم، او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم.
اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.
د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.
نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو.
يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل.
بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه.
د جدعون زوئ ابىمَلِک د شِکم ښار ته لاړو، چرته چې د هغۀ د مور ټول خپلوان اوسېدل او هغوئ ته يې ووئيل
بيا د شِکم او بيتمِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابىمَلِک بادشاه جوړ کړو.