Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 11:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9-10 مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دوه ځل سليمان ته څرګند شوے وو او دا حُکم يې ورکړے وو چې د پردو خُدايانو عبادت مۀ کوه، خو سليمان د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړه او د هغۀ نه واوړېدو. نو مالِک خُدائ سليمان ته په قهر شو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 11:9
20 Iomraidhean Croise  

کله چې د ماتم وخت تېر شو، داؤد هغه راوغوښتله چې محل ته راشى، نو هغه يې ښځه شوه او يو زوئ يې ترې نه پېدا شو. خو چې داؤد کوم عمل کړے وو په هغې باندې مالِک خُدائ نارضا وو.


مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بې‌ادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،


هغۀ د عبادت ځايونه هم جوړ کړل چرته به چې د هغۀ د پردى مُلک ټولو ښځو خوشبوئى سوزوله او خپلو خُدايانو ته به يې نذرانې پېش کولې.


په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته په خوب کښې څرګند شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې درکړم؟“


نو مالِک خُدائ په دوېم ځل هغۀ ته راڅرګند شو، لکه څنګه چې هغه په جبعون کښې څرګند شوے وو.


چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه.


نو په دې باندې مالِک خُدائ موسىٰ ته غصه شو او وې فرمائيل، ”ستا ورور هارون، ليوى خو شته دے، ما ته پته ده چې هغه په خبرو کولو کښې تکړه دے. ګوره، اوس هغه تا سره مِلاوېدو له راروان دے او هغه به ستا په ليدو په زړۀ کښې خوشحاله شى.


د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده.


مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى.


مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر شو، او هغه لاړو


خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته په قهر وو او زما سوال يې وانۀ ورېدو. او راته يې وفرمائيل، بس نور چې د دې ذِکر ونۀ کړئ.


ځکه چې هغوئ به بيا ستاسو اولاد د مالِک خُدائ نه واړوى چې د هغوئ د معبودانو عبادت به کوى. نو بيا به د مالِک خُدائ غضب په تاسو راشى او تاسو به سمدستى تباه کړى.


مالِک خُدائ هارون ته هم دومره غصه وو چې وې وژنى، نو په هغه وخت ما د هارون دپاره هم دُعا وکړه.


د سينا په غرۀ باندې هم تاسو مالِک خُدائ دومره غصه کړو چې ستاسو بربادولو ته تيار وو.


ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.


”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan