8 هغۀ د عبادت ځايونه هم جوړ کړل چرته به چې د هغۀ د پردى مُلک ټولو ښځو خوشبوئى سوزوله او خپلو خُدايانو ته به يې نذرانې پېش کولې.
او سليمان د پردى مُلک د ډېرو ښځو سره مينه کوله. د فِرعون د لور نه علاوه هغۀ حِتۍ، موآبۍ، عمونۍ، ادومۍ او صيدانۍ ښځې وادۀ کړې.
هغۀ د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته په غرۀ باندې د موآب د پليت معبود کموس او د عمون د پليت مولک بُت د عبادت دپاره يوه عبادتخانه جوړه کړه.
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دوه ځل سليمان ته څرګند شوے وو او دا حُکم يې ورکړے وو چې د پردو خُدايانو عبادت مۀ کوه، خو سليمان د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړه او د هغۀ نه واوړېدو. نو مالِک خُدائ سليمان ته په قهر شو
هغۀ د مُلک د بُتانو د عبادت د ځايونو نه ټول نران او ښځې کنجرې وويستلې او هغه ټول بُتان يې لرې کړل چې د هغۀ پلار نيکۀ جوړ کړى وُو.
ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.
د کومې ورځې نه چې دا ښار جوړ شوے دے نو د هغې ورځې نه تر ننه پورې زۀ دې خلقو غصه کړے او په قهر کړے يم. نو ځکه زۀ دا ښار د خپل مخ نه اخوا کوم.