6 نو سليمان هغه څۀ وکړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو او هغۀ د مالِک خُدائ پوره تابعدارى نۀ کوله، لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد کړې وه.
زۀ داسې ځکه کوم چې سليمان زۀ رد کړے يم او د پردو خُدايانو عبادت يې کړے دے يعنې، د صيدان د مجسمې عستارات، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک. سليمان زما نافرمانى کړې ده، هغۀ زۀ نۀ يم رضا کړے او لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد زما په قانون او حُکمونو عمل کولو داسې هغۀ نۀ دے کړے.
هغۀ د صيدان عستارات مجسمې او د عمون د پليت مولک بُت عبادت يې وکړو.
هغۀ د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته په غرۀ باندې د موآب د پليت معبود کموس او د عمون د پليت مولک بُت د عبادت دپاره يوه عبادتخانه جوړه کړه.
سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.
او کۀ تا په صداقت او د زړۀ د اخلاصه زما خِدمت کولو لکه چې ستا پلار داؤد کولو او تا زما قانون او هغه هر څۀ منل چې ما يې حُکم درکړے دے،
خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى
حبرون تر اوسه پورې د يفُنه قنزى د زوئ کالب دے، ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک تابعدارى کوله.
کوم سړى چې زما سره تلى وُو نو هغوئ زمونږ خلق يرول. خو ما په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک تابعدارى وکړه.