Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 11:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 11:43
24 Iomraidhean Croise  

کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“


رحُبعام مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ مور نعمه وه. او د رحُبعام زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


ابياه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


بعشا مړ شو او په تِرضاه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ ايله د هغۀ نه پس بادشاه شو.


نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.


نو د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ په ځائ د هغۀ زوئ اخزياه بادشاه شو.


احاز مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


حزقياه مړ شو او د هغۀ زوئ منسى د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


منسى مړ شو او د محل په باغ يعنې د عُزا په باغ کښې ښخ شو، د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


امون د عُزا د باغ په اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوسياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


دا د سليمان اولاد دے: سليمان، رحُبعام، ابياه، آسا، يهوسفط،


بيا د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله د يربعام سره ملګرې شوه او هغوئ د سليمان زوئ رحُبعام خِلاف په هغه وخت کښې بغاوت وکړو کله چې هغه ډېر وړوکے او ناتجربه‌کاره وو او د هغوئ مقابله يې نۀ شوه کولے.


يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او اتۀ کاله يې په يروشلم بادشاهى کړې وه. کله چې هغه مړ شو نو هيڅ څوک هم خفه نۀ وُو. هغوئ هغه د داؤد په ښار کښې ښخ کړو، خو په شاهى اديره کښې يې ښخ نۀ کړو.


عُزياه مړ شو او د ښخېدو په شاهى زمکه کښې ښخ شو، خو د جذام د مرض په وجه هغه په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


احاز بادشاه مړ شو او په يروشلم کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


سليمان په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.


هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بې‌معنې دى.


هغه به داسې ښخ کړے شى لکه څنګه چې يو خر ښخولے شى، هغه به راښکلے شى او د يروشلم د دروازو نه به بهر وغورزولے شى.“


د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى،


د سليمان زوئ رحُبعام وو، د رحُبعام زوئ ابياه، د ابياه زوئ آسا.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan