25 د سليمان په ټول ژوند کښې رِزون د بنى اِسرائيلو دشمن وو او د حدد په شان يې هغوئ په تکليف کول، هغۀ د بنى اِسرائيلو نه نفرت کولو خو په خپله يې په شام بادشاهى کوله.
يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“
اخىتُفل ورته ووئيل، ”لاړ شه او د خپل پلار د وينځو سره څمله کومې يې چې د ځان نه وروستو پرېښودلې دى چې د محل خيال ساتى. نو بيا به په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ولګى چې تا په څرګنده د خپل پلار بېعزتى کړې ده نو داسې ستا ملګرى به نور هم تکړه شى.“
او هغه د بدمعاشانو د يوې قبيلې مشر شوے وو. دا د هغې نه پس شوى وُو چې کله داؤد هددعزر له شکست ورکړو. رِزون او د هغۀ سړى لاړل او په دمشق کښې اوسېدل، چې هلته خپلو سړو هغه په دمشق کښې بادشاه جوړ کړو.
يو بل سړے د نباط زوئ يربعام د سليمان بادشاه خِلاف شو چې هغه د سليمان خپل يو آفسر وو. يربعام په اِفرائيم کښې د صريده وو. او د يربعام د کونډې مور نوم صروعه وو.
خو اوس مالِک خُدائ زما خُدائ پاک زما ټول سرحدونه په امن کښې کړى دى. نۀ زما دشمنان شته او نۀ د حملې څۀ خطره شته.
او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.
نو په دې وجه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته غصه شو او د خپلو خلقو نه بېزاره شو.
په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم
ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ.