22 فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“
کله چې په مِصر کښې حدد ته دا پېغام ورسېدو چې داؤد او د لښکر مشر يوآب مړۀ شوى دى، نو حدد فِرعون ته ووئيل، ”ما پرېږده چې زۀ واپس خپل مُلک ته لاړ شم.“
خُدائ پاک د اليدع زوئ رِزون هم د سليمان خِلاف کړو. رِزون د خپل نېک يعنې د ضوباه بادشاه هددعزر نه تښتېدلے وو،
تۀ قهر او غصه مۀ کوه او مۀ خفه کېږه، دا به صرف تا د نقصان په طرف پرېږدى.
لکه څنګه چې يوه مرغۍ د خپلې جالې نه ورکه شوې وى د هغه چا په شان وى لکه څوک د خپل کور نه په صحرا شوى وى.
اے موجوده نسلونو، د مالِک خُدائ په کلام باندې غور او فکر وکړئ، ولې زۀ د بنى اِسرائيلو دپاره د صحرا او يا د تورې تيارې زمکې په شان وم څۀ؟ نو بيا ولې زما قوم داسې وائى چې اوس دوئ زما نه آزاد شُو، او بيا به هيڅکله ما ته واپس رانۀ شى؟
خو هغۀ په دې خبره زور ورکړو، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“