21 کله چې په مِصر کښې حدد ته دا پېغام ورسېدو چې داؤد او د لښکر مشر يوآب مړۀ شوى دى، نو حدد فِرعون ته ووئيل، ”ما پرېږده چې زۀ واپس خپل مُلک ته لاړ شم.“
هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“
ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې تا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.
د هغې نه يې يو زوئ جنوبت پېدا شو، چې هغه مَلِکې د فِرعون په محل کښې ساتلو او هلته د فِرعون د زامنو سره اوسېدو.
فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“
نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.
نو بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې له لاړو او يوآب يې ووژلو او هغه په صحرا کښې د خپل کور سره ښخ کړے شو.
چې کله موسىٰ په ميديان کښې وو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”مِصر ته واپس لاړ شه، ځکه چې کومو خلقو تۀ وژلې هغه ټول مړۀ دى.“
”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“
راحب په دې رضا شوه او هغوئ يې رُخصت کړل. کله چې هغوئ لاړل نو هغې سره رسۍ د کړکۍ سره وتړله.
او هغه هلته اودۀ شو. په سحر کښې سموئيل ساؤل ته په چت باندې آواز وکړو، ”پاڅه او زۀ به تا رُخصت کړم.“ ساؤل پاڅېدو او هغه او سموئيل دواړه يو ځائ بهر کوڅې ته لاړل.