Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 11:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 او د فِرعون حدد دومره خوښ شو چې هغۀ له يې د خپلې ښځې يعنې د مَلِکې تحفنحيس خور وکړه، چې حدد يې وادۀ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 11:19
8 Iomraidhean Croise  

او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.


په هغۀ يې د مِصريانو نوم صافنت فعينح کېښودو او هغۀ ته يې يوه ښځه اسنت په نِکاح کړه، چې هغه د اُون د يو اِمام فوطيفرع لور وه. يوسف د دېرشو کالو وو چې هغۀ د مِصر د فِرعون خِدمت کول شروع کړل. هغه د فِرعون د دربار نه لاړو او د مِصر ټول مُلک يې وکتلو.


خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو.


نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل.


او کله چې هغه بهر وغورزولے شو نو د فِرعون لور په خپله هغه راوچت کړو او د خپل زوئ په شان يې لوئ کړو.


هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو.


د هغې نه يې يو زوئ جنوبت پېدا شو، چې هغه مَلِکې د فِرعون په محل کښې ساتلو او هلته د فِرعون د زامنو سره اوسېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan