Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 11:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 11:18
15 Iomraidhean Croise  

او حوريانو ته يې د ادوم په غرونو کښې شکست ورکړو او د صحرا په غاړه د اېل‌فاران پورې ورپسې روان وُو.


هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.


د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول.


د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وُو.


خو حدد او د هغۀ د پلار څۀ ادوميان نوکران مِصر ته تښتېدلى وُو. (په هغه وخت کښې حدد ماشوم وو.)


او د فِرعون حدد دومره خوښ شو چې هغۀ له يې د خپلې ښځې يعنې د مَلِکې تحفنحيس خور وکړه، چې حدد يې وادۀ کړى.


چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى.


خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. ‎د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده.


او اِسرائيليان د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه.


موآبيانو د ميديانيانو مشرانو ته ووئيل، ”زر به دا لښکر زمونږ ګېرچاپېره هر څۀ تباه کړى، لکه چې يو آزاد غوَيے په ګياه ورګډ شى.“ نو بلق بادشاه


کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو.


د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دوکه په تاسو باندې عبادت وکړو او د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“


بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو.


په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے او د طوفل، لابن، حصيروت، او د ديذهب ښارونه يې په بل طرف دى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan