Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 11:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو ستا د پلار داؤد په خاطر زۀ به داسې ستا په ژوند کښې نۀ کوم، خو ستا د زوئ په بادشاهۍ کښې به يې وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 11:12
16 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.


خو چې خُدائ پاک د مېدان هغه ښارونه تباه کړل چرته چې لوط اوسېدو، نو اِبراهيم د هغۀ ياد وو او لوط يې ولېږلو چې ځان بچ کړى.


او ورته يې وفرمائيل، ”تا قصداً ما سره خپل لوظ مات کړے دے او زما د حُکمونو نافرمانى دې کړې ده، نو زۀ به خامخا ستا نه بادشاهى اخلم او ستا يو نوکر له به يې ورکوم.


خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“


او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم.


سليمان به يوه قبيله زما د خِدمت کوونکى داؤد او د يروشلم په خاطر وساتى، دا هغه ښار دے چې د بنى اِسرائيل په ټول مُلک کښې ما خوښ کړے دے چې زما شى.


خو زۀ به د سليمان نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم او چې ترڅو ژوندے وى نو هغه به بادشاه ساتم. زۀ به داسې زما خِدمت کوونکى د داؤد د خاطره کوم، کوم چې ما خوښ کړے وو او هغۀ زما قانون او حُکمونه منلى وُو.


زۀ به د سليمان د زوئ نه بادشاهى واخلم او لس قبيلې به درته حواله کړم،


”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“


د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره به زۀ د دې ښار ساتنه او حِفاظت کوم.“


يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړلے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.


نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ژوند کښې به امن او تحفُظ وى، نو هغۀ ورته ووئيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“


خو مالِک خُدائ نۀ غوښتل چې يهوداه تباه کړى، ځکه چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره لوظ کړے وو چې د هغۀ د اولاد ځلېدونکې بادشاهى به د همېشه دپاره وى.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan