Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 11:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 او ورته يې وفرمائيل، ”تا قصداً ما سره خپل لوظ مات کړے دے او زما د حُکمونو نافرمانى دې کړې ده، نو زۀ به خامخا ستا نه بادشاهى اخلم او ستا يو نوکر له به يې ورکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 11:11
16 Iomraidhean Croise  

خو ستا د پلار داؤد په خاطر زۀ به داسې ستا په ژوند کښې نۀ کوم، خو ستا د زوئ په بادشاهۍ کښې به يې وکړم.


يو بل سړے د نباط زوئ يربعام د سليمان بادشاه خِلاف شو چې هغه د سليمان خپل يو آفسر وو. يربعام په اِفرائيم کښې د صريده وو. او د يربعام د کونډې مور نوم صروعه وو.


يوه ورځ کله چې يربعام د يروشلم نه سفر کولو نو په لاره باندې اخياه پېغمبر ورسره مِلاو شو، اخياه د سيلا وو. او په مېدان کښې د هغوئ نه بغېر نور هيڅ څوک هم نۀ وُو، اخياه نوې چُوغه اغوستې وه.


او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم.


کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.


هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.


کله چې مالِک خُدائ اِسرائيل د يهوداه نه جدا کړو، نو اِسرائيل د نباط زوئ يربعام خپل بادشاه جوړ کړو. يربعام په هغوئ باندې مالِک خُدائ پرېښودو او په هغوئ باندې يې کبيره ګناه وکړه.


هغوئ د خُدائ پاک لوظ پوره نۀ کړو، هغوئ د هغۀ شريعت رد کړو او عمل يې پرې ونۀ کړو.


هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے.


بې‌شکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ. په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan