8 ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.
خو ما تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې ترڅو زۀ په خپله راغلې نۀ وم او هر څۀ مې کتلى نۀ وُو. خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر، ما ته چې څۀ وئيلى شوى وُو نو ستا حِکمت او دولت د هغې نه ډېر زيات دے.
رحُبعام بادشاه د هغه سپينږيرو مشرانو سره مشوره وکړه کوم چې د هغۀ د پلار سليمان مشوره ورکوونکى وُو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“
د صادق د خولې کلام ډېرو خلقو له فائده ورکوى، خو کم عقل د ناپوهۍ په وجه مړ شى.
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.
مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.
زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د بابليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“
نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“
د شيبا مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ د خلقو خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل سر نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.