Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 10:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 خو ما تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې ترڅو زۀ په خپله راغلې نۀ وم او هر څۀ مې کتلى نۀ وُو. خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر، ما ته چې څۀ وئيلى شوى وُو نو ستا حِکمت او دولت د هغې نه ډېر زيات دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 10:7
9 Iomraidhean Croise  

هغې سليمان بادشاه ته ووئيل، ”ما په خپل مُلک کښې چې ستا د کارنامو او حِکمت په حقله څۀ اورېدلى وُو نو هغه رښتيا دى.


ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.


اے پاکه خُدايه، مونږ ستا په عبادتګاه کښې يُو، او ستا په نۀ ختمېدونکې مينې باندې فکر کوُو.


د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.


هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.


خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.


بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“


ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan