6 هغې سليمان بادشاه ته ووئيل، ”ما په خپل مُلک کښې چې ستا د کارنامو او حِکمت په حقله څۀ اورېدلى وُو نو هغه رښتيا دى.
هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.
خو ما تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې ترڅو زۀ په خپله راغلې نۀ وم او هر څۀ مې کتلى نۀ وُو. خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر، ما ته چې څۀ وئيلى شوى وُو نو ستا حِکمت او دولت د هغې نه ډېر زيات دے.
اے پاکه خُدايه، مونږ ستا په عبادتګاه کښې يُو، او ستا په نۀ ختمېدونکې مينې باندې فکر کوُو.