Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 10:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت پوهه شوه او هغه محل يې وليدو چې هغۀ جوړ کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 10:4
10 Iomraidhean Croise  

نو سليمان د ټولو سوالونو جواب ورکړو، داسې يو سوال هم نۀ وو چې هغۀ يې جواب نۀ شو ورکولے.


هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.


کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.


معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.


د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې.


ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan