26 سليمان د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولسو زرو په آسونو سوارو فوجيانو يو لوئ لښکر جوړ کړو. هغۀ څۀ په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې دېره کړل.
سليمان د خپلو جنګى ګاډو د آسونو دپاره څلوېښت زره اخورونه لرل او د خپلو فوجيانو دپاره يې دولس زره آسونه لرل.
نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“
د ګودامونه والا ښارونه، د هغۀ د آسونو او جنګى ګاډو دپاره ښارونه او چې په يروشلم، لبنان او خپله ټوله بادشاهۍ کښې يې څۀ هم جوړول غوښتل نو هغه يې جوړ کړل.
د سليمان بادشاه د خپلو جنګى ګاډو او آسونو دپاره څلور زره د ودرېدو ځايونه هم وُو او دولس زره يې آسونه وُو. څۀ يې په يروشلم کښې ساتلى وُو او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې مقرر کړى وُو.
د هغوئ مُلک د سپينو زرو او سرو زرو نه ډک دے او د هغوئ خزانې نۀ ختميږى. د هغوئ مُلک د آسونو نه ډک دے او د هغوئ جنګى ګاډۍ بېشمېره دى.
هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.