18 هغۀ يو لوئ تخت هم جوړ کړو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښونو پټه وه او نور په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.
د تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې، چې د هرې پوړۍ په يو سر او بل سره باندې د ازمرو مجسمې وې، چې ټول دولس ازمرى وُو. تخت شا طرف ګول وو او د دواړو بازوګانو سره يې يو يو د ازمرى مجسمه وه. په بله يوه بادشاهۍ کښې کله هم داسې تخت موجود نۀ وو.
هغۀ سمندرى جهازُونه لرل چې د حيرام د جهازونو سره چلېدل. هر درې کاله پس به دا راواپس کېدل، چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان به يې راوړل.
اخىاب بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغه حِساب کِتاب چې د هغۀ محل د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوے وو او چې کوم ټول ښارونه يې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“
هلته د اِنصاف دپاره د عدالت تختونه قائم دى، د داؤد د خاندان تختونه قائم دى.
اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.
ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى، ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.
هغوئ د څېړۍ لرګى د بسن نه راوړل او ستا د چلولو چپو يې ترې جوړ کړل، هغوئ ستا فرش د قبرص د نخترو نه جوړ کړو په دې باندې يې د هاتى د غاښونو کار وکړو.
په تاسو افسوس چې د هاتى په غاښونو په ښائسته کړے شوى پالنګونو کښې اودۀ کېږئ او په حُجره کښې په کټونو کښې غزېږئ. تاسو د خوراک دپاره د خپلو رمو نه د خوښې ګډورى او د خپل مال نه څربه سخى خوښوئ.
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده.
د سرو زرو، د سپينو زرو، قيمتى کاڼو، د ملغلرو، د کتان نرمې کپړې، کاسنى کپړې، د رېښمو او سرې کپړې، د هر قسم د عُودو لرګى، د هاتى غاښونه، د هر قسمه قيمتى لرګو د زېړو، د اوسپنو او د مرمرو څيزونه.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.