17 هغۀ درې سوه واړۀ ډالونه هم جوړ کړل، چې په هر يو باندې تقريباً دوه کلو د ټکولے شوو سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. هغۀ دا ټول ډالونه په هغه دربار کښې کېښودل چې نوم يې د لبنان ځنګل وو.
هغه محل چې ”د لبنان ځنګل“ بللے شو تقريباً پنځوس ګزه اوږد، پينځويشت ګزه پلن او پينځلس ګزه اوچت وو. د دې څلور قطاره د دِيار ستنې وې چې په هر قطار کښې پينځلس وې، چې د دِيار تيرونه پرې پراتۀ وُو. چت يې د دِيار وو، چې هغه تيرونه په ستنو باندې ولاړ وُو.
هغۀ د مالِک خُدائ د کور او د محل ټولې خزانې يوړلې سره د سرو زرو هغه ډالونو چې سليمان جوړ کړى وُو.
سيساق بادشاه يروشلم ته راغلو او د مالِک خُدائ د کور او د محل نه يې خزانې يوړې. هغۀ هر څۀ يوړل سره د هغه ډالونو چې سليمان بادشاه د سرو زرو نه جوړ کړى وُو.
يهوداه چې د خپل تحفُظ دپاره څومره بندوبست کړے وو هغه ختم شوے دے. په هغه ورځ تاسو څۀ وکړل؟ په هغه وخت کښې تاسو په هغه وسله باندې بهروسه وکړه کومه چې د ځنګل کور نومې ځائ کښې ساتلے شوې وه.