Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 10:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 سليمان بادشاه د شيبا مَلِکه له هغه هر څۀ ورکړل چې څۀ يې غوښتل، دا د هغه نورو شاهى تُحفو نه علاوه وُو چې هغې له يې د سخاوت سره ورکړې وې. بيا هغه او د هغې ډله د شيبا مُلک ته راواپس شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 10:13
10 Iomraidhean Croise  

سليمان دا لرګى د مالِک خُدائ کور او محل په ستنو کښې استعمال کړل او د دې نه يې د سندرغاړو دپاره بينجو او ربابُونه هم جوړ کړل. دا د ټولو نه ښۀ د صُندل لرګى وُو چې د بنى اِسرائيلو مُلک ته راوړے شوى وُو، د دې په شان لرګے بيا نۀ دے ليدلے شوے.


سليمان بادشاه ته هر کال تقريباً درويشت زره کلو سرۀ زر مِلاوېدل


هغه يروشلم ته د يوې لوئې قبيلې سره راغله او د اوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر ورباندې بار وُو. کله چې هغه او سليمان مِلاو شول، نو هغې ورسره هغه ټولې خبرې اترې وکړې چې د هغې په ذهن کښې وې.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور، خپل محل او د هغه هر څۀ جوړول ختم کړل چې څۀ يې جوړول غوښتل،


مَلِکه شيبا چې څۀ هم غوښتل نو سليمان بادشاه هغه ورکړل. دا د هغې نه علاوه وُو چې د هغه تُحفو په بدل کښې يې ورکړل کومې چې هغې راوړې وې. بيا هغه او د هغې ډله واپس خپل مُلک ته لاړل.


هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.


په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.


نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.


د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan