Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 10:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 سليمان دا لرګى د مالِک خُدائ کور او محل په ستنو کښې استعمال کړل او د دې نه يې د سندرغاړو دپاره بينجو او ربابُونه هم جوړ کړل. دا د ټولو نه ښۀ د صُندل لرګى وُو چې د بنى اِسرائيلو مُلک ته راوړے شوى وُو، د دې په شان لرګے بيا نۀ دے ليدلے شوے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 10:12
9 Iomraidhean Croise  

داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمد‌و‌ثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.


د حيرام سمندرى جهازونو چې کومې د اوفير نه سرۀ زر راوړى وُو، د هغه ځائ نه يې په ډېر زيات مِقدار کښې د صُندل لرګى او قيمتى کاڼى هم راوړل.


سليمان بادشاه د شيبا مَلِکه له هغه هر څۀ ورکړل چې څۀ يې غوښتل، دا د هغه نورو شاهى تُحفو نه علاوه وُو چې هغې له يې د سخاوت سره ورکړې وې. بيا هغه او د هغې ډله د شيبا مُلک ته راواپس شوه.


څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.


سليمان دا لرګے د مالِک خُدائ د کور او د خپل محل د پوړو جوړولو دپاره استعمال کړو او موسيقارانو له يې ترې نه بينجو او ربابُونه جوړ کړل. د يهوداه په مُلک کښې د دې نه مخکښې د دې په شان هيڅ هم نۀ وُو ليدلے شوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan