11 د حيرام سمندرى جهازونو چې کومې د اوفير نه سرۀ زر راوړى وُو، د هغه ځائ نه يې په ډېر زيات مِقدار کښې د صُندل لرګى او قيمتى کاڼى هم راوړل.
سليمان دا لرګى د مالِک خُدائ کور او محل په ستنو کښې استعمال کړل او د دې نه يې د سندرغاړو دپاره بينجو او ربابُونه هم جوړ کړل. دا د ټولو نه ښۀ د صُندل لرګى وُو چې د بنى اِسرائيلو مُلک ته راوړے شوى وُو، د دې په شان لرګے بيا نۀ دے ليدلے شوے.
اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو.
نو ما له يو سړے راولېږه چې په نقش نګارۍ کښې، د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې په کار کښې او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ کپړه جوړولو کښې ماهِر وى. هغه به د يهوداه او يروشلم کاريګرو سره کار کوى کوم چې زما پلار داؤد خوښ کړى دى.
ما ته پته ده چې ستاسو د لرګو وهونکى سړى ډېر تکړه دى، نو ما له د لبنان نه د دِيار، سبر ونې او صُندل لرګى راولېږه. زما سړى به ستاسو د سړو مدد کوى،
حيرام بادشاه د خپلو آفسرانو او د تجربهکاره کشتو چلوونکو د مشرۍ لاندې هغۀ له سمندرى جهازُونه ولېږل. هغوئ د سليمان د آفسرانو سره د اوفير مُلک ته جهازُونه بوتلل او سليمان له يې د پينځلسو زرو کلو نه زيات سرۀ زر راوړل.
کۀ تاسو سرۀ زر خاورې وګڼئ، او د اوفير سوچه سرۀ زر د سيند د کاڼو په شان وګڼئ،
ستا عزتمندو ښځو کښې د بادشاهانو لوڼه شاملې دى، د اوفير د زرو ډکه مَلِکه دې ښى لاس ته ولاړه ده.